
ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ، نن د پاکستان ولس د دغه هېواد د خدای بخښلي بنسټګر محمدعلي جناح» چې په «قائد اعظم» مشهور دی، د زوکړې ورځ د کرسمس ډې (د حضرت عیسی مسیح ع نیکمرغه میلاد)له جشن سره هممهاله او د ۲۰۲۵ کال په وروستیو شپو ورځو کې نمانځي. د ایران اسلامي جمهوریت په همدې مناسبت له خپل ختیځي ګاونډي سره د یووالي څرګندونه کړې او د دغه هېواد لپاره ئې د پرمختګ، سولې او سوکالۍ هیله وکړه
په راپور کې وئيل شوي دي، پاکستانیان، د دې هېواد د مسیحي لږکۍ پشمول، نن د دسمبر ۲۵ نیټه چې له کرسمس ورځې سره برابره ده ،د خپل هېواد د بنسټګرقاید اعظم محمد علی جناح د زوکړې کلیزه د اسلاماباد پشمول په بېلابېلو ښارونو کې د نمانځغونډو او جشنونو په ترسره کولو سره لمانځي. محمدعلي جناح ۱۴۹ کاله وړاندې په همدې ورځ په کراچۍ په ښار کې زېږېدلی و.
په اسلاماباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر رضا امیري مقدم نن په یوه ځانګړي پیغام کې د محمدعلي جناح د زوکړې ورځ د پاکستان ولس او دولت ته مبارکي ویلې. او پخپل پیغام کې ئې لیکلي دي، د قائد اعظم لارښوونې چې پر ایمان، یووالي او نظم ولاړې دي، د پاکستان لپاره د الهام سرچینه ده.
په پاکستان کې د ایران سفیر پخپل پیغام کې زیاته کړه: د دسمبر ۲۵ ځانګړې ارزښتناکه ورځ ده، ځکه هم د سولې او نېک نیت نړیوال ارزښتونه څرګندوي او هم د پاکستان د پلار د زوکړې یادونه ده. دا ورځ د همغږۍ، زغم او اخلاقي رهبر اصول راپه یادوي چې قائد اعظم پرې ټینګ ولاړ و.
هغه وویل: دا مهم مناسبت مونږ ته دا فرصت راکوي چې د قائد اعظم میراث ته خپل ژور درناوی بیا تازه کړو او د ایران او پاکستان د دوو دوستو او ورونو ملتونو ترمنځ د دوستۍ، همکارۍ او متقابل تفاهم د لا پیاوړتیا لپاره خپله ژمنتیا بیا تکرار کړو.
د پاکستان خدای بخښلی بنسټګرمحمد علی جناح د ۱۸۷۶ کال د دسمبر په ۲۵ نیټه د دې هېواد په سوېل کې د سند صوبې په اوسني مرکز کراچۍ ښار کې، په یوې مسلمانې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. د هغه پلار سوداګر و او خور یې فاطمه جناح د هند او پاکستان د خپلواکۍ د دورې له مبارزینو څخه وه، چې تر وروستۍ ورځې پورې ئې د خپل ورور تر څنګ ودرېده او مبارزه ئې وکړه.
دتهران ریډیو درست کارکونکي یوځل بیا د حضرت عیسی میسیح(ع) دینکمرغه میلاد او د محمد علی جناح د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت ټولو ته مبارکي وائي.
https://www.irna.ir/news/86035402